امنیت

کندز ته دکوماندو دځواکونو استول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
په سلګونو تنه ځانګړي او دکوماندو ځواکونه له تروريستي ډلو سره دجګړې په مقصد دکندز ولايت ته استول شوي دي .
دغه ځواکونه دکندز هوايي ډګر ته رسيدلي دي او ټاکل شوې ده په دغه ولايت دميشتو ځواکونو په همکارۍ کې دتروريستانو دځپلو په مقصد پوځي عمليات ترسره کړي.
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ له باختر آژانس سره په اړيکه کې د طالبانو دځپلو په مقصد کندزته دځانګړو او کوماندو ځواکونو درسيدو خبر ورکړ .
ده وويل: دغه ځواکونو ډير ژر د طالبانو دځپلو او ددغې ډلې له شتون څخه دکندز ولايت دپاکولو په مقصد ستر سراسري عمليات پيلوي.
داپه داسې حال کې ده چې د چهار درې په ولسوالۍ کې جګړه دوام لري.
له بله پلوه د طالبانو له خوا دکندز ولايت دخان آباد ولسوالۍ د نيولو خبرونه اوريدل کيږي.
په همدې حال کې دکندز ولايت امنيه قوماندان وايي چې پوځيانو په خورو وروجګړو او هوايي بريدونو کې وسله والو طالبانوته د سردروند زيان اړولى دى .
جنرال جنګل باغ وايي زياتره وژل شوي تروريستان پاکستاني اتباع وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته