امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان دکوماندو دځواکونو له خوا ووژل شول .

کابل باختر دوري يوولسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان  نن دلغمان  په ولايت کې دافغان کوماندويي ځواکونو په دوو جلا جلا عملياتو کې ووژل شول .
  دغه دوه عملياته د هغه ولايت دعليشنګ  او علينګار په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو ولسواليو دسيمو دپاکولو په خاطر ترسره شول .
دلغمان ولايت دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو دواړو عملياتوپه پايله کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول دوه تنه يې ټپيان اويو تن يې دافغان ځواکونو له خوا ونيول شو .
ده زياته کړه چې په دغو دواړوعملياتو کې  افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته