کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٤ :
د غوري سمنټو فابريکې له نوولسو وروځو وروسته خپل فعاليت بيا پيل کړ.
د دغې فابريکې بريښنا دهغه د پورونو د نه ورکولو په دليل د بريښناشرکت له خوا شليدلې وه.
دبريښنا شرکت د مقاماتو د څرګندونوله مخې: د غوري سمنټو فابريکه د بريښنا د لګښت له پلوه ١٢٣ مليونه افغانۍ پوروړى و.
د افغان سمنټو د شرکت رييس ډيپلوم انجنير محمدکريم فرخ دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دوى د خپلو پورونو د لسو مليونو افغانيو له ورکولو وروسته بيا بريښنا د غوري سمنټو فابريکې ته راوړې ده.
انجنير فرخ وايي چې د غوري سمنټو د فابريکې د نوولسو ورځو فعاليت د ځنډولو له پلوه دوى ته څه ناڅه ٨٠ زره ډالره زيان اړولى دى.
ده وويل: دوى هلې ځلې کوي چې د بريښنا شرکت ته د خپلو پورونو د ورکولو ترڅنګ د دغو نوولسو ورځو په بهيرکې دغوري سمنټو فابريکې ته اوښتي زيانونه جبيره کړي.
تراوسه پورې دبريښنا د شرکت مسوولينو په دې باب نظر نه دى څرګندکړى.
د غوري سمنټو فابريکه په ورځ کې څه ناڅه ٥٠٠ ټنه سمنټ توليدوي.
په دغې فابريکې کې څه ناڅه ٣٠٠ تنه کار ګران په کار بوخت دي.
0 1 دقیقه لوستل