ټولنه

په جوزجان کې يوسړک پخېږي .

کابل باختر د مرغومي دويمه :
په جوزجان کې  درې نيم کيلومتره سړک پخېږي .
دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه سړک دجوزجان _ سرپل په لويه لاره کې  دفوايد عامې وزارت دپرمختيايي  بودجې څخه دپنځه سوه شپږ اويا مليونو افغانيو په لګښت به په دوو پړاونوکې دنولسو مياشتو په بهير کې  بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
دجوزجان دفوايد عامې رييس وايي چې ددغه سړک دپخولو موخه دجوزجان او سرپل دولايتونو اوسيدونکو لپاره  داسانتياو برابرول دي
خبرځاى زياته کړه دغه سړک ددرې نيم کيلومترو په اوږدوالي او داووه مترو په سور پخېږي . او دښي او کين لوروته  يې دموټرو پنځه پنځه تم ځايونه  هم جوړېږي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته