ټولنه

په کندز کې دجګړې له امله دقربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دجمهوري رياست  له خواپه کندز کې دجګړو له امله له څه دپاسه اووه سوه زيانمنو شويو کورنيو سره دپنځوسو مليونو افغانيو مرسته وشوه .
حکومت په کندز کې دوروستيو جګړو دقربانيانو له کورنيو سره د څه دپاسه  پنځوسو مليونو افغانيو نغدي مرسته په پام کې نيولې ده .
دکندز دوالي وياند سيد محمود دانش دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې وروستيو وختو کې دجمهور رييس محمد اشرف غني  له فرمان سره سم په کندز ولايت کې دوروستيو جګړو له امله  دقربانيانو له کورنيو سره  څه دپاسه پنځوس مليونه افغانۍ نغدي مرسته منظوره شوې ده چې دغه مرسته په څه دپاسه اووه سوه  متسحقو کورنيو ويشل کيږي .
دانش زياته کړه چې دهر شهيد له کورنۍ سره دسلو زروافغانيو او له هر ټپي  سره دپنځوسو زرو افغانيو نغدي مرسته کيږي .
  دغه موضوع دکندز دجګړې ځپلو کورنيو دخوشحالۍ سبب شوې ده خو سره له دې هم له حکومت څخه په کندز کې دوروستيو جګړو دقربانيانو په پاتې کسانو داستوګنې دنمرو دويش غوښتنه کوي .
  پخوا هم دحکومت له خوا په کندز کې دقربانيانو له کورنيو سره داويا مليونو افغانيو مرسته شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته