امنیت

په کندزکې د طالبانو د يوه قوماندان پر قرارګاه د کومانډويانو پوځي عمليات

کابلباختر د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
په کندز ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان پرقرارګاه  د کومانډو  دځواکونو په عملياتو کې  څو جنګي وسايل  له منځه يوړل شول.
  د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني  باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د چاردرې ولسوالۍ په جمعه بازار سيمه کې د قوماندان سيد اکبر پرقرارګاه د کومانډويانو عمليات په بريالي توګه ترسره شول چې له مله يې ۷۰ پرتلې، د کلاشينکوف زر مرمۍ، درې دوربينونه، د ملي اردو  ۱۰ جورې دريشۍ، د پيکا ۳۰۰  مرمۍ، لس جوړه پوځي بوټان، يوه آيکم مخابره، يو هاموی موټر او د بېلابېلو وسلو پرزې او د دښمن دوه ډيپوګانې کشف او له منځه يوړل شوې .
  ختم_ فرشته _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته