امنیت

په ميدان وردګو کې دنهوطالبانو وژل کيدل او نيول کيدل.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
په  ميدان وردګو ولايت کې د ځانګړو عملياتو په بهير څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه پنځه تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې :  وژل شوى کسان دپکتيا ولايت لپاره  د وسله والو طالبانو دنومول شوي  والي ملا عبدالکريم  نږدې کسان وو .
دغه عمليات پرون  ناوخته د سيد آباد ولسوالۍ دتنګي په ساحه په هغه   ځاى چې  ويل کيږي   وسله وال طالبان   راټول شوى وو   تر سره  شول او ترنن سهار پورې يې   دوام   وکړ.
دميدان وردګو دوالي ويندوى  عطالله خوږيانۍ باختر آژانس ته وويل  :
چې ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله والو طالبانو ووژل شول او پنځه  تنه نور يې  ونيول شول .
خوږياڼي  تاييد کړه  چې وژل شوى طالبان د پکتيا ولايت  لپاره   د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د نومول شوى والي ملاعبدالکريم په نږدې افراد  کسان وو .
په همدې حال کې د ميدان وردګو يوبل سيمه ييز مسوول وايي چې ددغو عملياتو دترسره کولو هدف دپکتيا ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د  نومول شوي والي ملا عبدالکريم  نيول و چې هغه په سيمه کې نه  و .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دوه پټنځايونه  هم  له
منځه وړل شوي دي اودهغو په لسګونو سپکې او درندې وسلې د پوځيانو لاسته ورغلي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته