سیاست

جمهور ريیس غني : مولوي عبدالحکیم منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي

کابل/باختر/ د وږي ۱٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون  ماسپښین       د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ؛ په دغه کتنه کې مولوي عبدالحکیم منیب د تېرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست جومات کې د ملاتره خېل او د هغه د ورونو له لوري پر نوموړي د فزیکي برید او سپکاوي جریان د هیواد جمهورريیس ته بیان او رسماً یې د دغې پېښې د تعقیب غوښتنه وکړه.
د جمهورريیس دلارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عالي مقام دفترعمومي ریاست له لوري د نوموړي غوښتنه د یوه مکتوب په ذریعه رسماً لوی څارنوالۍ ته راجع او ټینګار وشو چې لوی څارنوالي دې په دې اړه په صراحت د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ خپل اجراات وکړي.
دغه راز په یاد مکتوب کې له کورنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د یوې اوونې په لړ کې دې د مولوي عبدالحکیم منیب ادعاو ته رسیدګي وکړي، د پولیسو اړوند حوزه دې په هراړخیزه توګه و ارزوي او د یادو ادعاو د اثبات په صورت کې دې د یادې حوزې په مسلکي او کادري برخه کې بدلون راولي.                                      پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته