امنیت

موټرچلوونکي: وسله والوطالبانو ورته ګواښ کړى چې د روزګان ـ قندهار ترمنځ پر لویه لاره دې تګ راتګ نه کوي

ترینکوټ باختر د سلواغې ۱۴ مه
له هغه وخت څخه چې افغان امنیتي مسوولینو  رسنیو ته خبر ورکړ چې د روزګان –
قندهار ترمنځ لویه لار د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوه، سمدستي
وسله والوطالبانو د یادې لارې پرسر موټرچلوونکو ته د لیک په استولو ګواښ کړی چې پر یاده لاره دې تګ راتګ نه کوي.
د دغې لويې لارې پرسر موټر چلوونکو د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې وسله والو طالبانو ورته په استول  شوي لیک کې لیکلي چې د روانې میاشتې تر ۲۶ نېټې پورې دې پر یاده لار تګ راتګ ونه کړي.
دغه موټرچلوونکو په جنګ کې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې په خپلو منځنو کې دې عام وګړي د سپر په توګه ونه کاروي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قو اردو مسوولین بیا خبر ورکوي چې یاده لاره يې د
وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه کړې.
خو د سیمې اوسیدونکي بیا له افغان ځواکونو غواړي چې د یادې لارې امنیت دې د تل لپاره وساتي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته