امنیت

په ارغستان ولسوالۍ کې ۹ تنه طالبان ووژل شول

قندهار باختر د زمري ۱۵ مه
د قندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې له دواړو لورو دیارلس تنه وژل شوي دي.
د قندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه نښته تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د نارین په سیمه کې وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.
ازاد زیاتوي چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور  ټپیان شوي دي.
د خبرځای په وینا په  دې نښته کې څلور تنه پولیس هم شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کي په ارغستان، معروف او سپین بولدک ولسواليو کې پر سرحدي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونو زیات شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته