اقتصاد

په دایکنډي کې د اوو پرمختیايي پروژو کارپیلېږي

کابل / د غويي ۳۰ / باختر
په دایکنډي کې د ۷ ټولګټو پروژو قرارداد لاسلیک شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دغو پروژو کې د پلګوټي، استنادي دیوال ، د اوبو کانال او د ویالوجوړول شامل دي چې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست او د وګرني شوراګانو ترمنځ لاسلیک شو.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا رییس انجنیرمحمد عیسی باتوریان د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولوپه وخت کې د پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه پروژې د خدیرمرکز په ولسوالۍ کې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت او د سیمې د پرمخیتايي شوراګانو له بودجې څخه د وګړني شورا په لس سلنه وندې سره د څه نا څه ۶۵ میلیونو افغانیوپه لګښت جوړېږي.
هغه وویل چې د دغو پروژو په پیل سره سلګونوتنوته د کارزمینه برابرېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته