نړۍ، د غوايي ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د چین ولسمشر شي جینګ پینګ په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره اروپا ته خپل سفر پیل کړی او ټاکل شوې د سفر لومړۍ دمه یې نن دوشنبې فرانسه کې وي.
ولسمشر شي به فرانسه کې له خپل سیال ایمانوېل ماکرون سره وګوري او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ترڅنګ به په یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې اترې وکړي.
ښایي نوموړی د اوکراین په اړه هم خبرې وکړي او تر فرانسې وروسته به سربیا او هنګري ته هم ولاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې فرانسه د اوکراین او روسيې ترمنځ روانه جګړه کې د کیف او چین بیا د مسکو ملاتړي یادېږي.