کابل باختر دثور لومړي :
په کندز ښار کې نن دپوليسو په يو رنجر موټر کې د چسپکي ماين دچاودنې له امله اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند څارمن سيد سرور حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه په کندز ښار کې دکابل بندر په سيمه کې شوې ده چې له امله يې دپنځه نارينه وو او دوه ښځو په ګډون اووه تنه ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او ټپي ملکيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ