امنیت

په لوګر کې چاودنې ١٧ تنه ووژل او ٣٠ تنه نور يې ټپيان کړل

کابل / دزمري ١٠مه /باختر:
په لوګر کې د تېرې شپې د چاودنې له امله  د سرد زيان شمېر ١٧ تنوته زيات شو
او په دې چاودنه کې دغه راز ٣٠ تنه ټپيان شول.
درارسېدلوخبرونوله مخې؛ له چاوديدونکو توکو بار يو باروړونکى موټر تېره شپه  د پل علم ښاروالۍ  د ميدان په ساحه کې  د پوليسو  د پلټنې يومرکز ته څېرمه وچاوديد.
  د لوګر يو روغتيايي مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغې چاودنې د وژل شويو کسانو شمېر ١٧ تنو ته زيات شول.
هغه دغه راز  په دې چاودنه کې د ٣٠ تنو ټپي کېدل تاييدکړل.
د دغې پېښې قربانيان اوټپيان امنيتي ځواکونه سرتيري اوملکيان دي.
تراوسه پورې  د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
د طالبانو ډله د اختر په دريو ورځوکې په افغانستان کې اوربند اعلام کړى دى وايي چې په دې چاودنه کې لاس نه لري.
د لوګر د امنيي قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د دغې چاودنې په باب  د څيړنو د پيل خبرورکړ.
د باختراژانس سيمه ييز خبريال وايي چاودنه  دومره سخته وه  چې د پېښې د شاوخوا يوشمېر کورونه اوڅو موټرونه ويجاړ شوي دي.
  ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته