امنیت

په کابل کې ديوه مقناطيسي ماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دکابل ښار دقلعه زمانخان په ساحه کې ديوه مقناطيسي ماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : پيښه نن سهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې مقناطيسي ماين په يوه پوځي واسطه کې ځاى پرځاى شوى و .
دسيمې خلکو په دې پيښه کې ديو تن وژل  کيدل تاييد کړل او يو شمير هم ټپيان شوي دي .
دکابل دپوليسو يو خبرځاى د کابل ښار دشپاړلسمې ناحيې په ساحه کې دغه چاودنه تاييده کړې ده خو د جزيياتو له ورکولو څخه يې ډ ډه وکړه .
ديادونې وړ ده چې د زمري دمياشتې په ٢٥ نيټه هم دکابل ښار د دريم مکرويان په ساحه کې په ورته پيښه کې يو تن وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي وو .
دغه راز تيره اوونۍ هم دکابل دحسين خيلو او دميرويس ميدان په سيمو کې ورته پيښې رامنځته شوې وې چې له امله يې يو تن وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته