امنیت

په غزني کې ننني چاودنې دسرزيان نه درلود

–   کابل باختر دکب دمياشتې  ٢٣ :
امنيتي منسوبين  وايي  چې په غزني  ولايت کې ننيو چاودنو د سرزيان نه درلود.
دغه چاودنې  نن له  غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې په   غزني  ښارکې   په علي  لالا سيمه کې دسپيو دجنګولويو ډگر  ته څيرمه وشوې .
دغزني ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر  جنرال اسدالله انصافي  له باختر آژانس سره  په اړيکه کې  په غزني ښارکې  ددوو  چاودنوپيښې تائيدې کړې او ويې ويل   چې دغو پيښو دسرزيان نه درلود.
دغه چاودنې   دانتخاباتي مبارزو دجمهوري رياست اودولايتي شورا ګانو  ديوشمير نوماندانو دانتخاباتي مبارز په بهيرکې  په غزني  ښارکې شوي دي .
خو ويل کيږي  چې ددغو  چاودنو په وخت کې  دجمهوري رياست هيڅ نوماند په غزني ښار  کې نه و.
سيمه ييز مسوولين طالبانو ددغو  چاودنو مسوول بولي  او وايي  چې ددغو چاودنو دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته