امنیت

په هېواد کې هدفي وژنې وغندل شوې

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د بلخ ولایتي او د عالمانو شوراګانو، د مدني ټولنې فعالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په هېواد کې د ځنځیري وژنو دوسیو ته د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت پرون په مزارشریف کې جوړه شوې وه؛ د بلخ ولایتي او د عالمانو شوراګانو غړیو، د مدني ټولنې فعالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو، د عالمانو، د جوماتونو د امامانو د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو ځنځیري وژنې وغندلې او له دولت څخه یې وغوښتل چې د خلکو امنیت تامین کړي او د ځنځیري وژنو دوسیو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
دوی دغه راز وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې وخت په شا نه ګرځي او د امارت خوب او خیال دې له سره لرې کړي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته