فرهنګ

دډاکتر کمال سادات پيغام

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات پيغام
توانا بود هرکه دانا بود
ز دانش دل پير برنا بود
څرنګه چې غوره فولکلور دټولنې دميليونو وګړو ولسي فرهنګ بلل کيږي هرڅومرو په هغه کې وګړنى دودونه ټولنپوهنه ارزښتونه ،متلونه،رواني توکى ،شفاهى ادب بشرى انګيرنى،مقولى،نارې،غږونه،ګړودونه ،يادونه او نور درانه او ارزښتناک عناصر نغښتى دي او ځاى لري ،ښايي چې هغه خپاره شي او انعکاس ومومي.
نو داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند دفرهنګ رياست په هڅه، زيار او نوښت د نوى خپرونې (فولکلور)مهالنۍ مجلې خپريدل لازم وبلل شول.
ځکه چې زموږ دافغانى ټولنې دپتمن ولس لرغون اوسنيو دورو وګړو شفاهي ادب څه په (پېيلې او څه په ناپيلې)ډول کوم چې لوړ ارزښت لرى هغه بايد په غوره ليکاڼې سره وکښل شي.او د تاريخ يعنى همدې ښکلې مجلې په زرينو پاڼو کې ضبط شي چې زموږ راتلونکى نسل دهغه په مطالعې سره له خپلو اسلافو دهغو کړو وړو، باورونو غوښتنو او ارزښتونو څه وپوهيږي او دخپلې ټولنې له هيلو سره سم په مستقبل کې خپل ځانونه ښيرازه او چمتو کړى.
نو زه د فرهنګ محترم رياست دغه پرځاى او مناسب اقدام ښه ارزوم ،په لوړ فال يې ګنم او مبارکى وايم په دې هکله ورته له لوى خداى څخه د زياتو برياليتوبونو هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته