امنیت

په ننګرهار کې ٤٧ ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې د هوايي او دملي اردو دکوماندو دعملياتو له امله د څلورو قوماندانانو په ګډون د داعش د ډلې ٤٧ تنه داعشيان ووژل شول.
دملي اردو دخاصو قطعاتو دځواکونو(کوماندو)په عملياتو کې چې دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په شدل ،عبدالخيل،جنجال،شګه،بيزوداتو کليو په مربوطاتوکې ترسره شول.
ددغو هوايي عملياتو دبريدونو له امله د داعش دتروريستي ډلو د ٤ تنو قوماندانانو په ګډون ٤٧ تنه ووژل شول او د دښمن د درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ويجاړ شوي دي دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته