جوزجان باختر دوږي دمياشتې ١٩ نيټه :
د داعش ډلې د جوزجان ولايت د قوش تيپې او درزآب په ولسواليوکې ٧٥ ښوونځي تړلي دي.
د درزآب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: د سيمې سپين ږيرو او مشرانو د دغوښوونځيو د پرانستلو په خاطر د دغې ډلې مشرانو ته لاړل. دوى د دغو ښوونحيو د پرانستلو په بدل کې د ښوونکو د دوه مياشتنيو حقوقو غوښتنه کړې ده .
خبرځاى زياته کړه: داعشيانو د دولت له نورو کارکوونکو څخه غوښتي دي چې د خپل مياشتنى حقوق دوى ته ورکړي او يا هغوى ته جنګي وسايل برابر کړي.
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس وايي: په دغو ولسواليوکې د ښوونځيو د پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د يوبل خبرله مخې:
يو ماين چې د دښمنانو له خوا د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په تګلوري کې ښخ کړاى شوى و، د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ماين پاکولو د ټيم له خوا کشف او شنډکړاى شو.
0 1 دقیقه لوستل