کابل باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
دوولس کيلوګرامه اپين اويو کيلوګرام هيروئين نن دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه شول.
دملي امنيت يو کارکوونکى چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه دباخترآژانس خبريال ته وويل : دزرنج ښار دجنوب په علي اباد کلي کې په يوه نيم کاره کور کې دوولس کيلو ګرام اپين او يو کيلوګرام هيروئين کشف اوضبط شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، دقضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او موضوع دپوليسو له خوا تعقيبيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ