امنیت

په ننګرهارکې ۱۵ کلي د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
افغان ځواکونو په ګډوعملیاتو کې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ۱۵ کلي د وسله مخالفینو له شتون څخه پاک کړل.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه عملیات دوه ورځې وړاندې د ښه امنیت د تامینولو په موخه پیل شول چې د زیاتو لاسته راوړنو په لرلو سره نن پای ته ورسېدل.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ ۱۵ کلي د وسله والو مخالفینو له شتون څخه په بشپړ ډول پاک شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته