امنیت

د هرات والي په دغه ولايت کې پرونى تروريستي بريد وغانده

هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
د هرات والي محمدآصف رحيمي هغه پرونى تروريستي بريد وغانده چې له امله يې د دغه ولايت د امنيي قوماندانۍ د ترافيکو مدير د شهادت سبب شو، اړوندو بنسټونو ته يې لارښوونه وکړه چې تر خپل توان پورې دې د دغې تروريستي پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره استفاده وکړي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د هرات والي په خپل پيغام کې ويلي دي: په ژروې خواشينۍ سره چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يوځل بيا د هرات د ترافيکو مديرسمونوال غلام دستګير همايون شهيد کړ .
د يوبل خبر له مخې:
د شهيد سمونوال غلام دستګير همايون مړى چې تېر ماښام په يوه تروريستي بريدکې شهيدکړاى شو، د امنيتي جګپوړو مقاماتو په بدرګې سره د هېواد مرکز ته وليږدول شو.
د انصار د ساحوي زون قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل او د پوليسو مشرتابه هيئت د شهيد د جنازې د تشييع لپاره د هرات ولايت هوايي ډګر ته  تللي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته