کابل باختر دوري دمياشتې ١٢ :
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين د پوليسو د خاصې قطعې ديو افسرچې دطالبانو دتروريستي ډلې پرخلاف مبارزه کې ټپي شوى و؛ پوښتنه وکړه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمدايوب سالنګي په داسې حال کې چې د سرحدي پوليسولوى قوماندان پاسوال محمد شفيق فضلي اودکورنيو چارو وزارت دخاصو قطعاتو لوى رييس پاسوال اسدالله شيرزاد ورسره و، دپوليسو د خاصو قطعاتو ديوه افسر چې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون په ساحوي دفتر د طالبانو د تروريستي ډلې د بريد په شنډولوکې ټپي شوى و، پوښتنه وکړه او د ده ميړانه او زړورتيا يې وستايلې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ