امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل باختر  دغبرګولي ٢١ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان نن په قندهار ولايت کې د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
په دغه قوماندان قندهار ښارته څېرمه د ده په پټنځي بريد وشو او له دريو تنو نږدې خپلوانو سره يې ونيول شو.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دطالبانو د ډلې دغه   جګپوړى قوماندان د نيول کيدو په وخت کې د يو لړتروريستي بريدونو په پلان  جوړولو بوخت و.
ناټو وايي چې دغه قوماندان دقندهارښار او دپنجوايي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ديو لړ تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
دغه راز ويل کيږي چې په قندهارکې ځينو تروريستي ډلو ته دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو د برابرولو مسووليت هم ددغه قوماندان په غاړه و.
د دغې خبرپاڼې دخبرله مخې: ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې پوځيانو دطالبانو د ډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو ترلاسه کړې ده.
په دې ډپيوکې د ماينونو او  د توغندي ويشتوونکي په ګډون، په لسګونو جنګي وسايل اوپه سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
له بلې خوا، ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې نښتې په بهيرکې د څلورو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړى دى .
په دغو جګــړه مارانو له هغه وروسته بريد وشو چې په  يوې  امنيتي  پوستې د يرغل نيت درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته