کابل- باختر د کب اته ويشتمه :
دوسله والوطالبانو د ډلې څلور تنه قوماندانان دبدخشان دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پوليسو سره په نښتو کې ووژل شول او اته تنه نور طالبان ټپيان شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، جګړه تير ماښام دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته او له امله يې دمحمدعظيم او محمد نذير په نومونو دطالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې نښتې په بهير کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه نور قوماندانان اميد غرجانى او ذبيح الله بهارکي دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په عملياتو کې ووژل شول .
دبدخشان ولايت دعملياتي مرکز دهمغږۍ قوماندان جنرال محمد اسحق تمکين باختراژانس ته وويل، دغو دوو تنو قوماندانانو په وردوج ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو بريدونو په ترسره کولو کې کارنده رول لوباوه چې دپوليسو دځواکونو په پرونيو عملياتو کې وځپل شول .
جنرال تمکين زياته کړه چې په دغو عملياتو کې لس تنه امنيتي منسوبين برسيرن ټپيان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل