خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې سېلاب ځپلو ته یو ښارګوټی جوړ شو

کابل، د مرغومي ۵مه، باختر

د میدان وردګو د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین د دغه ولایت په د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې سېلاب ځپلو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد ښارګوټې د پرانېستې په مراسمو د طبیعي پیښو پروړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملامحمد عباس اخند  وویل، چې اسلامي امارت په ټولو برخوکې د هېواد په اساسي شکل بیارغولو ته ژمن دی او غواړي چې ولسونو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

ورته مهال د یاد ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ تکانې سیمه کې هغو سېلاب ځپلو لپاره ښارکوټې جوړ شو چې د روان کال په لومړیو کې زیانمن شوي وو.

معاذ وویل چې د خیراباد په نوم یاد ښارګوټی د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د ۷۵ کورونو د دولتي پر ځمکه د ډي.آر.سي. مؤسسې په مالي ملاتړ په اساسي ډول جوړشوی چې د هرې کورنۍ لپاره درې د اوسېدو خونې لري او د ټولو لوازمو په لرلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې شپږ میاشتې وړاندې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لسګونه کسان شهیدان، ټپیان او په سلګونه کورونه یې ویجاړ او تخریب کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته