امنیت

دوه تنه د افغاني جعلي پيسو سره ونيول شول

کابل /دغويي ١٦مه /باختر
دوه تنه نن سهار په ننګرهار کې له افغاني جعلي پيسوسره ونيول شول.
دغه دوه تنه په دوو جلا جلا پېښو کې د جعلي پيسو د چلند په وخت کې ونيول شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې له دغو دوو تنو څخه ٢٧٠ زره افغانۍ جعلي پيسې ترلاسه شوي دي.
نيول شويوکسانو په لومړنيوتحقيقاتو کې په بازار کې چلند ته د افغاني جعلي پيسو په هلوځلواعتراف کړى دى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته