امنیت

په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه :
امنيتي مامورانو نن  سهار ٩ ماينونه دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشندکړل.
ددغو ماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت پوځيان دجنګي وسايلو دپنځو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې تيره شپه د بټي کوټ ، دوربابا  او اچين په ولسواليوکې دپوځيانو لاسته ورغلي دي . .
له دغوډيپوګانوڅخه يوه اندازه سپک اودرانده جنګې وسايل هم ترلاسه شوي دي.
سيمه ييزمقامات وايي چې داعشيانو او وسله والو طالبانو له دغو ډيپوګانو څخه  په ډاراچوونکو فعاليتونو کې استفاده کوله .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته