اقتصاد

د هرات د هوايي ډګر د اړتياو د لرې کولو لپاره هلې ځلې

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د هرات د هوايي ډګر د اړتياو د سنجولو سروې تر راتلوونکي يوې مياشتې پورې بشپړيږي.
د هرات ولايت مسوولينو د دغه ټکي په اعلامولو سره وايي چې د هرات د هوايي ډګر د اړتياو د سروې چارې له څلورو مياشتو را په دې خوا پيل شوې دي چې په سلو کې ۸۰ بشپړې شوې دي .
د هرات د هوايي ډګر د ملکي برخې رئيس نن په يوه خبري غونډه کې  د دغه ټکي په اعلامولو سره وويل چې د افغانستان دولت هوډمن دى چې د هوايي ډګر د پراختيا طرحه په معياري ډول عملي کړي.
اوس  هره ورځ د هرات له هوايي ډګر څخه څو کورني او بهرني الوتنې ترسره کيږي خو د الوتنو نړيوال کول او د کارګو په توګه له هوايي ډګر څخه استفاده زياتو تاسيساتو او پرمختللو امکاناتو ته اړتيا لري.
د هرات د هوايي ډګر رئيس صالحي وايي چې له څه مودې را په دې خوا دهرات_ نوي ډيلي او دهرات _ مشهد الوتنې په منظم ډول د هرات له هوايي ډګر څخه ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې  ٣٧٦٠ تنه زيارت کوونکو دهرات له هوايي ډ ګر څخه په مستقيم ډول سعودي عربستان ته وليږدول شول.
د يادونې وړ ده چې دهوايي ډګر د پراختيا په طرحه کې د فضا د ادارې د پرمختللو تاسيساتو، پارکينګ، د الوتنې دکرښې  جوړول اوپه  هوايي ډګر کې به د معياري امکاناتو برابرول شامل دي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته