سیاست

دفضل هادي مسلميار پيغام

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
له افغانستان څخه دروسيې  تيري کوونکو پوځيانو دوتلو داووه ويشتمې کاليزې په  مناسبت دملي شورا دمشرانو جرګې دريس فضل هادي مسلميار پيغام .
دملي شورا دمشرانو جرګه دسلواغې  دمياشتې شپږ ويشتمه له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد دتيري کوونکو ځواکونو دوتلو او شرموونکې ماتې اووه ويشتمه کاليزه  دهېواد دمبارزو په تاريخ کې ديوه  نه هيريدونکې  ورځې  په توګه بولي او ددغه ستر تاريخي برياليتوب له امله دهېواد ټولو مسلمانو اومجاهدو خلکو ته مبارکي وايي .
دسره پوځ عسکر چې له کورنيو ګوډاګيانو سره په همغږۍ کې  د١٣٥٨ کال دمرغومې دمياشتې په شپږمه  نيټه په پرمختللو وسلو سره دځمکې او هوا له لارې په افغانستان تيرى وکړ او دغه هېواد يې اشغال کړ د هېواددمسلمانو اومجاهدو خلکو له لس کلن جهاد او مقاومت وروسته او ددوى په سرښندنې سره په ١٣٦٧ کال کې په شرمندګۍ سره له افغانستان څخه ووتل چې دغه ماتې دافغانستان او دروسانو تر واکمنۍ لاندې دزياترو هېوادونو د ژغورنې او په خپله دپخواني شوروي اتحاد دټوټې ټوټې کيدو سبب شوه .
دهېواد مسلمان ملت دخپل دين ناموس او خاورې ددفاع په موخه دجهاد او مقاومت په کلونوکې سرښندونکې دفاع ده  ورودانګل او دخپلو يوې لسيزې زړورمبارزو وروسته يې دغه يرغلګر پوځيان له افغانستان څخه وشړل خو په افغانستان کې دهغوى لس کلن شتون زموږ دهېوادوالو دشهادت او معلوليت او دمليونونو تنو افغانانو دمهاجرت او دهېواد دمهمواقتصادي او تولنيزو بنسټونو دويجاړيدو سبب شو چې ناوړې  اغيزې يې  تر نن ورځې پورې زموږ دهيواد په ټولنيزو اواقتصادي  ژوندانه کې ملموسې دي دهېواد سياسي  تاريخ اومبارزې ددې څرګندوى دي  چې دافغانستان  سرلوړى ملت سره له دې چې دنړۍ له ټولو هېوادونو او له خپلوګاونډيانو سره ددوستانه او ښو اړيکو علاقمند دى خو دپرديو دتيري په صورت کې په ميړانې اوزړورتيا سره يې دخپلې ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ دفاع کړې ده او کوي يې .
دملي شورا دمشرانو جرګه ددين او هېواد دشهيدانو وينې ته ددرناوي او دهغوى دپاکوهدفونو او مقصدونو دترسره کيدو په خاطر ، له  دولتي چارواکو او له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې دپخوا په شان  په اوسنيو ناوړو شرايطو کې چې بې رحمه تروريزم زموږ دملت ژوند ګواښوي دهېواد دروانو مسئلو په وړاندې په هوښيارۍ او ويښتيا سره عمل وکړي اوله سياسي، امنيتي ، ټولنيزو او اقتصادي بحرانونو څخه دافغانستان په خلاصون  کې لاسونه يوبل ته ورکړي چې زموږ دهېواد ګټې او پايښت  دافغانستان په کمين کې  ناستو دښمنانو له شر څخه وساتل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته