خبرونهنړۍ

غزه کې غځېدلی اوربند، ټاکل شوې نور اسیران هم تبادله شي

نړۍ د لېندۍ ۷مه، بهرنۍ رسنۍ

قطري او امریکایي چارواکي وایي، غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ ټینګ شوی څلور ورځېنی اوربند د نن او سبا لپاره غځول شوی او ټاکل شوې په دغې موده کې دواړه لوري یو شمېر نور اسیران؛ حماس ۲۰ تنه اسرایلیان او اسرایل بیا ۵۰ تنه فلسطینینان خوشې کړي.
د امریکا سپینې ماڼۍ هم د اوربند غځول تایید کړي او حماس هم منلې چې دوه نورو ورځو کې به هم یو شمېر اسرایلي اسیران خوشې کړي.
اسرایلي چارواکو د نن ورځې په لومړیو کې په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تازه ځینو رسنیوخبر ورکړی، چې اسرایلي لوري د نورو اسیرانو لېست، چې ګوندې حماس یې خوشې کړي، ترلاسه کړی دی.
تېره ورځ هم د څلورم ځل لپاره د حماس غورځنګ او صهیونستي ادارې ترمنځ د اسیرانو تبادله شوې، چې د اوربند د لومړنۍ هوکړې له مخې حماس ۵۰ تنه اسریليان او تر شلو زیات نور بهرنیان او اسرایلو ۱۵۰ تنه فلسطینیان خوشې کړل.
اوس د دغه اوربند درېم ګړي اړخونه مصر، قطر او امریکا ویلي، چې هڅه کوي دغه اوربند لاپسې وغځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته