امنیت

دحکمتيار داسلامي ګوند پنځه تنه غړي ونيول شول

١٦-کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو پرون په کابل ښارکې داسلامي ګوند پنځه تنه غړي ونيول .

دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  نيول شوي کسان دميدان وردگوولايت اصلي  اوسيدونکي  اودکابل ښاردشپږمې ناحيې اوسنې اوسيدونکي دي اودقوماندان فيض محمد او عيسي خيل دتروريستي ډلې غړي دي چې دکابل _ کندهار په لويه لاره  اودميدان وردگو ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي  او ورانکارو فعاليتونو اوشوکماري بوخت  و چې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا دکابل ښار دشپږمې امنيتي حوزي له ساحي څخه ونيول شول .،

نيول شوي کسان دلومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړي اوويل يې دي چې دغو قوماندانانو دګروپونو په ترکيب کې دکابل _ کندهار په لويه لاره کې دميدان وردگو دبريده ګي په سيمه کې دکمين په نيولوسره يې دتيلو ټانکرونه سوځولي  اوچلوونکي يې له ځان سره بيولي ا ووروسته له کورنيو څخه يې دپيسودترلاسه کولو  په بدل کې يې خوشي کړي دي.

دغه راز دوي اعتراف کړي دي چې ددغو قوماندانانو په لارښوونه ددغه ولايت  په مربوطاتوکې په زياترو تروريستي اوشوکماري عملياتوکې يې فعاله ونډه درلوده. پيښه ترزياتي څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته