ښوونه او روزنه

په غزني کې ديو ښوونځي دجوړولو کارپيل شو

غزني / د ثور٣٠ مه / باختر
په غزني کې د يوې ليسې د جوړولو کار پرون  پيل شو.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه باختراژانس ته وويل ؛ د ګلوشيرداغ  ليسه  د ٣٤ميليونو افغانيو په لګښت  په مالستان ولسوالۍ کې جوړېږي.
هغه زياته کړه دغه ليسه په  دريو پوړونو کې جوړېږي چې په هغه  کې ٢٤ درسي خونې  او نور ضروري ملحقات په پام کې  نيول شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته