امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په دهنه غوري کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
په دهنه غوري  ولسوالۍ کې  دطالبانو  ديوه مشهور قوماندان مجيد اخند زاده  دسپرلۍ  په کاروان دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله ددغه قوماندان څوارلس تنه همکاران ووژل شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير سمونوال جان اغا ددغه خبر  په تاييدولو سره  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې تيره شپه  دقوماندان مجيد اخند زاده دسپرلۍ په کاروان ددهنه غوري  ولسوالۍ  په صياد ساحه کې دبې پيلوټه  الوتکې دبريد له امله  ددغه قوماندان څوارلس تنه  همکاران ووژل شول او  دوه تنه نور همکاران يې ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل : قوماندان مجيد چې په بل موټرکې سپور و له دغه بريد څخه روغ رمټ پاتې شوى دى .
  قوماندان مجيد  يو وخت دوسله والو  طالبانو دډلې له خوا په دهنه غوري  ولسوالۍ کې دنومول شوي ولسوال په توګه دنده ترسره کوله خو اوس په ډنډ غوري کې دوسله والو طالبانو دډلي  مهم قوماندان دى چې دورانکارو عملونو په ترسره کولو بوخت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته