اقتصاد

د کوهستاناتو بڼوال د مڼو ښه حاصلات ترلاسه کوي

– کابل / د وږي ٨ مه / باختر
د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ بڼوال هر کال څه دپاسه یو زرو ٨٠٠ ټنه مڼې راټولوي.
د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد سليم رنجبر باختر آژانس ته وویل چې د دغې ولسوالۍ د کروندګرو او بڼوالو د هڅو او د کرنې رياست او د کرنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د مرستو پر بنسټ، اوس د سرپل په کوهستاناتو کې دوه زره هکټاره ځمکه د مڼو په اصلاح شویو بڼونو بدل شوي دي.
د سرپل د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس وایي چې په وروستیو کلونو کې د کوهستاناتو بڼوال هر کال له خپلو بڼونو د مڼو څه ناڅه ۱۸۰۰ ټنه او يا له دې زيات حاصلات ترلاسه کوي چې له دې پلوه یې ښه عاید لاس ته راوړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته