امنیت

د يوې کورنۍ په غړو د ناپيژاندو وسله والوکسانو بريد

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
ناپيژاندو وسله والوکسانو تېره شپه په فارياب ولايت کې د يوې کورنۍ دوه تنه غړي ووژل او يو تن بل يې ټپي کړ.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: ناپيژاندو وسله والوکسانو د شيرين تګاب ولسوالۍ د نوى ښار په ساحه کې يوه ميرمن له ځوانې لور سره يې په ډزو سره ووژله او يو اته کلن زوى يې ټپي کړ.
ګهري زياته کړه: د دغې پيښې اصلي علت تر اوسه پورې روښانه نه دى او د پوليسو له خوا د قضيې د روښانه کيدو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د کورنۍ دغو دريو تنو غړو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله واوښته چې درې اوونۍ مخکې هم يوه ځوانه ميرمن له ځوانې لور سره يې په دغې ولسوالۍ کې د ناپيژنداندو وسله والو کسانو له خوا وژله شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته