امنیت

په ننګرهار کې په ملکي وګړو چاودنې وشوې

کابل باختر دمرغومي  شپږمه
په  ختيځ ولايت ننګرهارکې د دوو پرله پسې چاودنوله امله يوملکي وګړى ووژل شو او څه ناڅه اته تنه نورټپيان شول .
دغه چاودنې  داچين ولسوالۍ  دعبدل خيلو په نامه سيمه کې  دسيمې په اوسيدونکو  اود يو واده دمراسمو په برخه والو شوي دي.
لومړۍ  چاودنه نن له غرمې  مخکې   دنهه نيمو بجو په شاوخو ا کې هغه وخت وشوه  چې ديوه واده دمراسمو دبرخه والو کاروان له دغې سيمې څخه تيريده .
په دې  چاودنه کې چې ويل کيږي ديوښخ کړاى شوي ماين زيږنده ده يو ملکي وګړى  ووژل شو او شپږتنه  نورټپيان شول.
دويمه چاودنه ټيک هغه وخت وشوه  چې  خلکو روغتون ته دلومړۍ پيښې دټپيانو ليږدونې ته ور ودانگل .
په دې چاودنه کې  دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل : چې په دغو   چاودنو کې يوملکي  وګړى ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
په ټپيانو کې يوه ښځه او څلورتنه ماشومان هم شامل دي چې  ديوه  واده په مراسمو کې دګډون لپاره  تللي وو.
په  همدې  حال کې په ننګرهار ولايت  کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغو  چاودنو دڅه ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته