امنیت

شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دتلي دولسمه:
دننګرهار ولايت  داچين  او کوټ په ولسواليو کې پرون  دوسله والومخالفينو  په مرکزونو دامنيتي ځواکونو  دګډو بريدونو له امله  شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او اته ويشت تنه نور يې  ټپيان شول .
  دننګرهار ولايت  دا منيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال  باختراژانس ته وويل  ګډو امنيتي ځواکونو  دملي اردو دتوپچي او هوايي ځواکونو  په ملاتړ  داچين ولسوالۍ په عبدالخيلو سيمه کې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل  او شل تنه نور يې  ټپيان کړل .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددښمن دوه داشکې ،  يو هاوان ،  او درې داتسون موټرونه هم ويجاړ شوي دي .
  مشرقي وال زياته کړه   چې په دغو عملياتو کې  دننګرهار ولايت امنيه قوماندان  پاسوال  فضل احمد شيرزاد ،  د٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې لوا درستيز وال ډګر وال محمد خان او د ٣٠١  سرحدي زون  درستيزوال  محمد ايوب حسين خيل دامنيتي ځواکونو دسرښندنو او ځان تيريدنو له امله قدرداني وکړه اوباختراژانس ته وويل  چې په اچين ولسوالۍ  او دهغې په شاوخوا کې  ميشت  ګډ امنيتي ځواکونه  لوړ جنګي مورا ل لري او ددښمن دهر راز يرغل په وړاندې  تيارى لري .
  دکوټ ولسوال  سيد رحمن  باختراژانس ته وويل  چې وسله والو مخالفينو نن  دکوټ ولسوالۍ  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل  چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول  او له امله يې  شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  او اته تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته