امنیت

په فراه کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره ديوه سړي نيول کيدل .

کابل باختر دثور شپاړلسمه :
يوسړى له يوې اندازې نشه يي توکوسره په فراه ولايت کې ونيول شو .
دغه سړي غوښتل چې يوسلو شپږ اويا کيلوګرامه هيروئين کوم ځاى ته قاچاق کړي چې دفراه ښار بازار ته څيرمه په يوه عمومي واټ کې ونيول شو .
دفراه ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي غوښتل چې دغه هيروئين نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي چې دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مديريت دمامورينو له خوا ونيول شو .
ده وويل چې نيول شوي سړي دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته