نړۍ

امريکا حوثي ياغيانو ته پر پنځو وسله ورکوونکو ايرانيانو بنديز لګولى دى

نړيوالې خبري منابع  باختر دغبرګولي دمياشتې ٢نيټه :  
د امريکا متحده ايالاتونو پرهغو پنځو ايرانيانو بنديزونه اعلام کړى دى چې وايي  په يمن کې يې حوثي ياغيانو ته وسلې او روزنه ورکړې تر څو په سعودي عربستان توغندي وتوغوي.
دامريکا د ماليي  وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي: دغه پنځه                  تنه  ايراني اتباع دي چې دا بنديزونه پرې لګيدلي دي.
د ماليې وزارت اعلاميه وايي: دغو کسانو د ايران د سپاه پاسداران يا انقلاب ساتوونکي ځواک له  لارې په يمن کې حوثي ياغيانو ته هغه تخصص او معلومات ورکړي دي چې دتوغنديو د ويشتلو لپاره په کار دي او همدا رنګه  دوى ته هغه وسلې انتقال کړي  چې  په  يمن کې  له  اوسني کړکيچ مخکې نه وې موجودې .
پرتهران بيا له دې کبله بنديزونه لګيدلي چي د ايران له سپاه پاسداران ځواک سره يې په مالي مسئلوکې مرسته کړې ده.
دا نوي بنديزونه د جمهور رئيس ترمپ  د ادارې د هغې ژمنې يوه ناڅيزه برخه ده چې ويلي يې دي پر ايران به نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي .
د امريکا د ماليي وزارت دا اعلام يوه ورځ وروسته له هغې کوي چې دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل چې امريکا به ډير ژر په يمن کې له حوثي ياغيانو سره د ايران ملاتړ پاى ته  ورسوي .                                       
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته