ټولنه

په افغانستان کې د سويډن کمېټې له خوا د ميدان ښار په روغتون د بريد غندل

کابل باختردلړم  اتمه :
په افغانستان کې د سويډن کمېټې د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په روغتون راکټي بريد وغانده.
  دغې کمېټې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه روغتو راکټي بريد د بشر دوستانه اصولو او قواعدو او د ژينو د کنوانسيون پرخلاف بللى دى.
د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په روغتون د طالبانو په راکټي بريدکې يو ماشوم شهيد او څه ناڅه اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه روغتون په افغانستان کې د سويډن کمېټې يو روغتون دى. د سويډن کمېټې په داسې ځاى بريد چې له خدمت او د جګړې د ټپيانو او ناروغانو له  درملنې پرته بله موخه نه لري؛ د بشر دوستانه هدفونو پرخلاف عمل او جنايت بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته