امنیت

له نشه يي توکو سره دمبارزې معين : په هلمند کې دکوکنارو دکرکيلې دله منځه وړلو لپاره بايد دبنسټيزې لارې چارې وموندلې شي .

کابل باختر د وري نهمه :
له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت معين نن هلمند ولايت ته سفر وکړ او دنشه يي توکو دکرکيلې دکمښت په باب يې له سيمه ئيزو  چارواکو سره خبرې وکړې .
دلښکرګاه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،دهېوادله نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت معين جاويد احمد قايم  هلمند ولايت ته دخپل سفر موخه دکوکنارو دکرکيلې له منځه وړل او ددغه مضر بوټې  دبديل لپاره داغيزمنو لارو چارو کارول وبلل .
له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت معين چې دهغه ولايت په بينوا تالار کې يې  دپوځي اوملکي چارواکو، ددولتي ادارو درييسانو ، دعالمانو او روحانيونو په غونډه کې برخه لرله . وويل ستاسو په سلامشورې سره غواړم  دکوکنارو دکرکيلې دله منځه وړلو  لپاره اساسي  او عملي لارې چارې چې بزګرانو ته اغيزمنې  وي  ولټوم .
  ده زياته کړه دکوکنارو دکرکيلې له منځه وړل يوازې له نشه يي توکوسره دمبارزې وزارت دنده نه ده بلکې دهر افغان وګړي ،امنيتي ځواکونو او دکرنې دادارې دنده ده چې يوبل ته لاسونه ورکړي او ددغه حرام بوټې دکرکيلې مخه ونيسي .
  په دې غونډه کې دهلمند ولايت سرپرست دولت زي هم خبرې وکړې ويې ويل په دغه ولايت کې دکوکنارو کرکيله جګړه او ناامني وبلله، څرګنده يې کړه په دغه ولايت کې دکوکنارو دکرکيلې مهم عامل دولايت په زياترو سيمو کې دطالبانو او دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو شتون دځمکې غاصبان او په ادارو کې پراخ فساد ددې سبب شوى چې زياتره خلک په دغه ولايت کې دکوکنارو په کرکيلې لاس پورې کړي .
دولايت سرپرست دکوکنارو دکرکيلې  دمخنيوي لارې چارې دنشه يي توکو  په زيانونو پوهاوي دهلمند دپومبې  دفابريکې فعالول او دکرنيزو محصولاتو دفابريکو جوړول ، دامنيت تامينول او دنشه يي توکو په لمنځه  وړلو کې ددولت جديت اوهلې ځلې بولي .
ده دې ته په اشارې سره  چې سږ کال په هلمند کې  دکوکنارو کرکيله زياته شوې وويل له چارواکو غواړم چې له  اړوندو مرکزونو سره په همکاري کې په دغه ولايت  کې  ددغه بوټې  بديل وکرل شي  او دافضا برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته