ښوونه او روزنه

د جمهور ريېس په شخصي لګښت ۲۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

ښرنه باختر د سلواغې لومړۍ نېټه
د هېواد جمهور ریېس ډاکټر محمد اشرف غني په پکتيکا ولایت کې په شخصي لګښت سره ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت د باختراژانس سیمه ييز خبريال ته وويل چې،جمهور ریېس په خپل شخصي لګښت سره هغو ۲۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې چې زده کوونکو يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.
هغه زیاتوي چې د دغو ښوونځيو په مټ سره لس زره زده کوونکو ته په ارامه فضا کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
وحدت وویل چې،د پرمختګ او بریالیتوب یوازينۍ لاره زده کړو ته مخه کول دي.
هغه وویل چې،په نږدې راتلوونکي کې به په دغه ولایت کې د بيارغونې او پوهنې په برخو کې ورته نورې پروژې هم پلي شي.
په همدې حال کې د پکتیکا د پوهنې سرپرست ریېس محمدکریم اتلوال وویل : زده کړه او پوهه ده چې ټولنه د سمون او پرمختګ لوري ته سوق کوي.
هغه د پکیتکا مېشتو ولسونو څخه هيله وکړه چې د یوه روښانه راتلونکي لپاره په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته