امنیت

د غزني د مستوفيت يو کارکوونکى د طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
وسله والو طالبانو نن سهار د غزني ولايت د مستوفيت يو کارکوونکى په ډزو سره وواژه.
د غزني ولايت مرستيال باختر آژانس ته وويل: دغزني ولايت د مستوفيت کارکوونکى سيد هدايت الله کله يې چې غوښتل له کور څخه د دندې په لور لاړشي؛ د وسله والو طالبانو له خوا د دغه ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ د قلعه نو په ساحه کې په ډزو سره ووژل شو.
خبرځاى وويل چې تر اوسه پورې د دغې پيښې علت نه دى څرګند شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته