ټولنه

جمهوررئیس کرزي د ده سبز ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل

 کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٧ :
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ  له یو شمېر مشرانو سره په داسې حال کې وکتل چې د ښار جوړولو او اقتصاد وزیرانو، د ښار جوړولو په چاروکې د جمهوررئیس سلاکار، کابل والي او د نوي کابل د پروژې رئیس هم حضور درلود.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، سید مقبول، مولوي اسماعیل او حاجي عبدالنصیر د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو په استازیتوب د ده سبز د پروژې او د خپلو ځمکو د استملاک د ستونزې په اړه خبرې وکړې.
دوی وویل چې د ده سبز خلک د نوي کابل د پروژې د پلې کېدو غوښتونکي دي خو د دوی ځمکې باید د قانون له مخې استملاک شي او خلک باید خپل حق ترلاسه کړي.
همدا راز په دې کتنه کې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ مشرانو څرګنده کړه که چېرې د دوی ځمکې نه استملاک کیږي، باید په یاده پروژه کې ورته ونډه ورکړل شي.
د هېواد جمهوررئیس د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته، دې ته په اشارې سره چې د نوي کابل د پروژې د کار پیلېدل د یو شمېر ستونزو له امله ځنډیدلی دی ، وویل چې د نوي کابل د پروژې پلي کېدل د ده سبز د خلکو په خیر دی خو په دې شرط چې په هغې کې د ځمکې هیڅ ډول دعوه موجوده نه وي او د ده سبز ټول خلک پر هغې باندې موافقه ولري.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، په پام کې لري چې په دې برخه کې د ده سبز ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو موافقه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته