کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٤
دبادغيس ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان عبدالروف تاج ددغه خبر په تائيدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دامنيتي ځواکونو اودوسله والو طالبانو ترمنځ نښته له دوو ورځو راپه دې خوا ددغه ولايت دبالا مرغاب ولسوالۍ په موري چاق کلي کې روانې دي .
او د وروستيو خبرونو له مخې ، درې تنه طالبان پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي .
ښاغلي تاج زياته کړه : دامنيتي ځواکونو او طالبآنو ترمنځ نښته دوام لري او ټاکل شوې ده دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا لپاره زيات کومکي ځواکونه دجګړې ساحې ته واستول شي.
0 1 دقیقه لوستل