سیاست

دسولې دعالي شورا درييس پير سيد احمد ګيلاني دوفات په مناسبت دجمهور رييس دفوق العاده استازي پيغام .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
په ژورې خواشينۍ  سره مو خبر ترلاسه کړ  چې دجهاد مشر او دسولې دعالي شورا  رييس  پير سيد احمد ګيلاني په حق رسيدلى دى .
اروښاد  پير سيد احمدګيلاني  دجهاد ددورې له مشرانو او په هېواد کې داحترام وړ  شخصيتونو څخه و ، چې دخپل  ژوند زياته برخه يې  دهېواد  دپت او ازادي ددفاع او سولې ته درسيدو په لاره کې تير کړ .
  دارواښاد  دمړينې له امله  دده کورنۍ ، پلويانو او دافغانستان ټول ملت ته ډاډ ګيرنه  وړاندې کوم  او دالله _( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته