امنیت

په بغلان کې دملي پيوستون پروګرام پاى ته ورسيد.

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
  په  بغلان ولايت کې د ملي پيوستون د   پروګرام داتو پروژو دکار په بشپړيدو سره په دغه ولايت کې ددغه پروګرام کار په بشپړه توګه پاى ته ورسيد .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام مسوول  نصرت الله شهيدي   دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې په دغو پروژو کې دڅښاک   داوبو څاګانوکيندل ، ديوې شپږ ټولګيزې ودانۍ  ، ديوه ټولنيز مرکز  اوداستنادي ديوال   جوړول  ، په سړ ک کې کريړ اچول او ديوه کيبلي پله  جوړول شامل دي چې  دڅه دپاسه  پنځلسو مليونو  اووه سوه زرو افغانيو په ټول لګښت دملي پيوستون دپروګرام په  چوکاټ کې دبغلان ولايت د خنجان ، دوشي ، بورکې او دتاله اوبرفک په ولسواليو اوپلخمري ښار په مربوطاتو کې  ګټې اخيستنې ته سپارلې شوې دي اوپه دې ترتيب په دغه ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام کار پاى ته ورسيد.
ده زياته کړه  چې ددغو پروژو  دکار په بشپړيدو سره ددغو ولسواليو په مربوطاتو کې څه دپاسه دوولسو زرو  کورنيو ته لازمې آسانتياوې برابرې      شوې دي .
په بغلان ولايت کې ددغه  پروګرام  دکار له پيل څخه تراوسه پورې  ٢٩٩٩ پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته