کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په خوست ولایت کې نننۍ تروریستي برید چې د یو شمېر هېوادوالودمرګ ژوبلي لامل شو، په کلکه وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوررييس دمطبوعاتي دفتر له لارې باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
د خوست د والي ددفتر د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د خوست ولایت سپین جومات ته څېرمه له ګڼې ګوڼې څخه په یوه ډکه سیمه کې د افغانستان د دښمنانو لخوا ځانمرګی تروریستي برید تر سره شو چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزي دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده ویې ویل چې د افغانستان اود اسلام دښمنانو نن یو ځل بیا په داسې یوه سیمه کې تروریستي ځانمرګی برید تر سره کړ چې خلکو پکې د ورځني عادي ژوند چارې پر مخ بېولې.
حامد کرزي زیاته کړه: دا ډول بریدونه د هغه ګمارل شویو مزدورانو لخوا ترسره کېږي چې د افغانانو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځ ته کولو لپاره د خپلو بهرنیو بادارانو لخوا موظف شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس ددغه تروریستي برید د قربانيانو كورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي